Pashto Language Package: Grade 1 - 12
د ټولو ټولګیو د کڅوړو په اخیستلو (رانيولو) سره د ژبې روزنه تجربه کړئ. د بیلابیلو ژبو د زده کړې له پاره هر اړخیز کڅوړې چمتو سوي دي، چې تاسو به د یوې یا څو کڅوړو په زده کولو سره، ستاسو د خوښې ژبې بشپړ مهارت ترلاسه کولو کې مرسته وکړي. د يوې ژبي کڅوړې په رانيولو سره، تاسو د ټولو ټولګیو د یوې ژبې درسونو ته لاسرسی ترلاسه کوئ. دا درسونه به ستاسو لپاره په میاشتنۍ توګه فعال سي، ترڅو د یوې میاشتې په تيریدو سره، د مخکیني ټولګي درسي مواد غیر فعاله کېږي او تاسو به د راتلونکي ټولګي درسي موادو ته لاسرسی ومومئ او پدې توګه به د ژبې روزنه به په بشپړ ډول پرمخ ځي. د هر ټولګي د درسونو د زده کړې معیاري موده یوه میاشت ده، که چيرې زده کوونکې په چټکی سره زده کړه وکړې ، نو کولای سي د پلورنځي له مدیر څخه وغواړي چې د ټولګي د درسونو موده له یوې میاشتې څخه کمه کړي. د دې کڅوړو یوه مهمه ګټه د هغې مناسب قیمت دی. دا پدې مانا ده چې د دې پرځای چې د ټولو ټولګیو د ژبو کڅوړې په یو وخت کې فعاله سي، زده کونکي کولی سي په میاشت کې د هر ټولګي درسونو ته لاسرسی ومومي او یوازې هره میاشت د درسونو قیمت ادا کړي. --- آموزش زبان را ب